د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې څلور طالب جنګیالي ننګرهار کې وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د امنیتي ځواکونو په ځانګرو عملیاتو کې څلور وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتر څخه په خپور شوي خبر کې راغلي ، چې د ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ بېلې سيمه کې تيره شپه شاوخوا يولس بجې ځانګړو کورنيو ځواکونو عمليات ترسره کړي.
په خبرپاڼې کې د عطا الله خوګیاڼي له خولې ویل شوي چې ، په عملياتو کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې، د عملياتو پر مهال ځانګړو ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دی اوښتی.
بلخوا بیا تر اوسه طالب وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply