د امنیتي ځواکونو په بریدونو کې د طالبانو لس کسان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – فاریاب: د فاریاب چارواکي، د دې ولایت په قیصار، خواجه سبز پوش او شیرین تګاب ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې خبر ورکړی.
د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش تیره ورځ وویل چې دا نښتې تېره شپه شوي دي.
د نوموړي په خبره دا نښتې وروسته له هغه پیل شوې چې طالبانو د دغو ولسوالیو په مرکزونو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.
ښاغلی یورش زیاتوي چې په دې نښتو کې ۱۰ طالبان وژل شوي دي.
نوموړی وایي، یو امنیتي سرتېری هم په دې ترڅ کې وژل شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
عاطفه مصمم

Comments