د امریکې وروستي برید په تړاو یو کس ونیول شو

comments 0

هندوکش – امریکا: د نیویارک په زړه کې تیره ورځ د بسونو د تم ځای اړوند په یو تونل کې چاودنې دری کسان ټپیان کړ.
د نیویارک پولیسو په وینا، برید د بنګلادیش الاصله امریکايي ۲۷ کلن عقاید الله لخوا شوی دی.
پولیسو ویلي دي چې دا یو ترهګریز برید وو.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځنۍ برید په سیمه کې جدي اندیښنې پارولي دي.
پولیس وایي چې، برید کوونکی د بروکلاین د سیمې اوسیدونکی دی.
د پولیسو په وینا، برید کوونکي په لومړنیو تحقیقاتو کې ویلي دي چې برید يي د فلسطین د خلکو د غچ اخیستو په خاطر ترسره کړی دی.
د یادونې وړ ده چې تردې مخکې هم نیویارک کې داسې ترهګړیز بریدونه ترسره شوي چې له امله یې ډیرې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
لمر آشنا

Comments

Leave a Reply