امریکا طالبانو ته خبرداری ورکړ

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا طالبانو ته خبرداری ورکړ چې تر هغې به له افغانستان و نه وځي چې افغانستان باثباته شوی نه وي.
ریکس تیلرسن دغه څرګندونې د ستراتیژيکو او نړیوالو مطالعاتو په څېړنیز مرکز کې د وینا پر مهال وکړې.
تیلرسن په ډاګه ویلي، امریکا متحده ایالاتو به تر هغه په افغانستان کې پاتې شي چې د طالبانو فکر نه وي بدل شوي.
ریکس ټینګار کړی چې وسله وال طالبان دې د سولییزه مذاکراتو له لارې روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
نوموړی په همدې حال کې ټینګار وکړ چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا نوې ستراتیژي په کتو، هند او پاکستان کولای شي د افغانستان د سولې په بهیر کې یوه مهم رول ولوبوي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply