د امریکې استیناف محکمې روسي طالب په عمر بند محکوم کړ

comments 0

1 Views

هندوکش – امریکا: امریکا کې یوي محکمې د طالبانو هغه روسي جنګیالي ته د عمري بند سزا تایید کړه چې په خوست کې یې پرامریکايي ځواکونو د برید مشري کوله.
د ویرجینا ایالت د استیناف محکمې د ایریک حمیدولین د مدافع وکیل دا غوښتنه ونه منله چې له هغه سره دې د جنګي تورن یا مجرم په څېر چلند وسي.
حمیدولین له طالبانو او حقانې شبکې سره په همکارۍ محکوم سوی دی.
خو د هغه مدافع وکیل ټېنګار کوي چې حمیدولین نظامي او جنګي بندي دی او باید یوه نظامي محکمه یې برخلیک وټاکي.
ایریک حمیدولین وايي چې هغه په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ کلونو کې د پخواني شوروي اتحاد د پوځ سرتېری ؤ چې بیا په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستان د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې سو او طالب سو.
دا لومړنی روسي طالب بلل کیږي چې له افغانستان څخه امریکا ته بیول کیږي او هلته دعمري بند جزا ورکول کیږي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments