د امریکا یوه محکمه ایران د سپتمبر 11 مې پیښې کې تورن ګني

comments 0

1810 Views

هندوکش – امریکا: نیویارک ټایمز نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې امریکې کې یوې محکمې ایران د سپټمبر د ۱۱ مې په ترهګریزو پیښو کې په لاس درلود تورن او محکوم هیواد ګنلې دې.
د خبر پر بنسټ یادې محکمې له میاشتو تحقیقونو وروسته دا پریکړه کړې ده.
د نیویارک ایالت په سویل کې د منهاټن فدرال محکمې قاضي جرج ډانیلز ویلي دي چې دا پریکړه د سپټمبر د ۱۱ مې د پیښې د قربانیانو د کورنیو د نږدې زرو تنو په شکایتونو د غور کولو او اوږدې مودې تحقیقاتو نه وروسته کړې ده .
نوموړي ویلي چې، نوموړو کسانو ۱۴ کاله مخکې د سپټمبر د ۱۱ مې په پيښه کې د ایران د رژیم ، انقلاب ساتوونکو ځواکونو او مرکزي بانک د لاس لرولو په اړه شکایت کړی وو. خو په ۲۰۱۶ کال کې د ترهګرو د پلویانو پر خلاف د عدالت د قانون د تصویبدو نه وروسته دا شکایتونه د غور لاندې ونیول شول.
پدې شکایتونو د اوږدې مودې غور او تحقیقاتو نه وروسته پریکړه وشوه چې ایران باید ددې پیښې قربانیانو کورنیو ته ۶ میلیارده ډالره غرامت ورکړي.
د ویلو ده چې محکمې دا پریکړه په غیاب کې کړې ده .
ایران حکومت د سپټمبر د ۱۱مې په پیښو کې هر ډول نقش او لاس لرل په کلکه توګه رد کړي دي چې دهمدې امله يي د محکمې په یوه جلسه کې هم ګډون ندی کړی.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments