د امریکا ګانګرس غړي: امریکا باید افغانستان کې سیاسي موخې تعریف کړي

comments 0

هندوکش – امریکا : د امریکا کانګرس غړې وایې د مذاکراتو له لارې سیاسی جل لاره د کړکیچ پای ته رسولو ښه انتخاب دې.
جمیز مټیس ته په استول شوي لیک کې د امریکا د کانګرس څلورو غړو په افغانستان کې د هغه هیواد د پوځیانو په شتون سخته اندیښنه ښودلې ده.
دیموکرات غړي هر یو روبن ګالګو، تد لیو، جان کانرز او جیمي پنیتا، د افغانستان لپاره د ډونالډ ټرمپ د حکومت د ستراتیژۍ د اعلانېدو په برخه کې په اوږده ځنډ نيوکې کړې او وایي شک لرو چې افغانستان ته د څو زرو نورو امریکايي سرتیرو استول به وکړای شي د امریکا د متحدو ایالتونو موخې ترلاسه کړي.
د امریکا کانګرس بل غړي تد لیو ویلي، که د امریکا متحد ایالتونه افغانستان ته نور پوځيان استوي، نو لومړی يې بايد سياسي موخې په څرګند ډول تعريف کړي.
دوې په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د استخباراتي ادارو له لوري په وړاندې شويو معلوماتو په استناد کې ویل شوي ، چې په ۲۰۱۸ زيږديز کال کې د افغانستان وضعيت ښايي نور هم خراب شي. له همدې امله يې د امریکا د متحدو ایالتونو له حکومته غوښتي چې د افغانستان جګړه له سیاسي لارې هواره کړي، ځکه د هغوی په باور په افغانستان کې “د مذاکراتو له لارې سیاسي حل لاره د کړکیچ د پای ته رسیدو لپاره تر ټولو ښه انتخاب” دی. د کانګرس د غړو څرګندونې او په افغانستان کې د امریکا د پوځي شتون په هکله د هغوی اندیښنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د ټرمپ اداره افغانستان ته د نورو پوځيانو د استولو په ارزونه بوخته ده.
وحید امان

Comments

Leave a Reply