د امریکا په کنټاکې ایالت کې پر یوه ښوونځي ترهګریز برید شوې

comments 0

هندوکش – امریکا: امریکایي رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې د کنټاکي ایالت اړوند په بینټون سیمه کې پر یوې لیسې وسله وال برید شوې چې له امله یې دوه تنه مړه شوي او 13 نور ټپیان دي.
رسنیو سره په خبرو کې د یاد ایالات والي وویل، د سهار په ۸ بجو یو ۱۵ کلن تنکي ځوان چې هویت يي پټ ساتل شوی دی د بینټون په سیمه کې د مارشال کونټي په لیسه کې د درس د پیلیدو نه څو شیبې مخکې په زده کوونکو د تبانچې ډزې وکړې.
د نوموړي په وینا، پیښه کې ۲ تنه مړه شوي او 13 نور ټپیان دي.
اوس مهال بریدګر پولیسو لخوا نیول شوې او تر څیړنې لاندې دې.
سیمه کې عیني شاهدان بیا وایي چې برید کوونکی په ډیره سړه سینه ښوونځي ته راننوت او تبانچه يي راوویسته او په زده کوونکو يي ډزې پيل کړې.
د رسنیو راپور له مخې په دې پیښه کې یوه 15 کلنه زده کوونکې او یو 15 کلن زده کوونکي ژوند د لاسه ورکړی دی.
پدې پيښه کې یوه ۱۵ کلنه زده کوونکې او یو ۱۵ کلن زده کوونکي ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ټپیانو نه هم د ۵ تنو روغتیايي حالت باریکه دی.
ویل کیږي د پیښې د قربانیانو عمرونه د ۱۴ او ۱۸ کلونو ترمنځه دي.
فکور نعیمي

Comments

Leave a Reply