د امریکا په ویرجینیا ایالت کې وسله وال برید شوې

comments 0

هندوکش – امریکا: امریکایي رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې، د ويرجينا بیچ سيمې په ښاروالۍ ودانۍ وسله وال برید شوې چې د ډزلو له امله دولس تنه وژل شوي.
د رسنیو په وینا، د امریکا پوليس وايي په ډزو کې شپږ تنه نور هم ټپيان شوي دي.
ويل کيږی بریدګر د ښاروالۍ پخوانی کارکونکی وو چې وژل شوی دی خو دا چې ولې يي داسې کړي لا روښانه نه ده.
بریدګر د امریکا پر وخت د جمعې په مازديګر دا کار کړی دی.
د ويرجيناښاروال رابټ ډایر وايي چې دا د تاریخ توره ورځ وه او اف بي ای يي په اړه پلټنې کوي.
يوې ويبپاڼې چې په امریکا کې د ورته بریدونو شمېرې ثبتوي وايي چې دې په دې برید سره په امریکا کې په روان کال کې ورته پيښې ۱۵۰ ته ورسيدې.
فکور نعیمي

Comments