د امریکا په تکزاس ایالات کې برید تر شلو زیاتو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

هندوکش – امریکا: امریکایي رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې وسله والو د تکزاس ایالات پر یو ښوونځي برید کړې چې لس تنه مړه او لس تنه نور پکې ټپیان شوي‌ دي.
د یاد ایالت پولیس په وینا، د سانتا في په ښار کې په یوې لیسه کې د وسله وال برید له امله لس تنه مړه او لس نور ټپیان شول.
د پولیسو مشر خبري رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې پیښه د سهار په ساعتونو کې رامنځته شوې ده .
د پولیسو په وینا، یو تن زده کوونکي‌ په خپلو همټولګیانو او ښوونکي‌ ډزې وکړې چې په ترڅ‌ کې شلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. هغه ویلي‌ دي‌ چې پدې پيښه کې تر لسو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
عیني‌ شاهدانو ویلي‌ دي‌ چې برید کوونکی‌ د سهار په ساعتونو کې ښوونځي‌ ته راننوتو نه وروسته ټولګي‌ ته داخل شو او په خپلو همټولګیانو او ښوونکي‌ ډزې وکړې. پدې پیښه کې ۹ تنه زده کوونکي‌ او یو تن ښوونکي‌ ژوند د لاسه ورکړی دی.
پولیسو ویلي‌ دي‌ چې برید کوونکی‌ نیول شوی دی او برید يي د خپل پلار په وسلې کړی دی.
د سانتا في د ښار د پولیسو مشر هم د ښوونځي‌ په انګړ کې او د انګړ نه بهر د چاودیدونکو توکو د موندولو پخلی کړی دی.
هغه ویلي‌ دي‌ چې پدې پیښه کې یوې پاکستانۍ زده کوونکې چې د زده کوونکو د پروګرام په ترڅ کې تکزاس ته راغلې وه هم ژوند دلاسه ورکړی دی.
د یادونې وړ ده چې تردې وړاند هم امریکې کې پر ښوونځيو بریدونه شوي چې پکې ډیرې زده کوونکو خپل ژوندونه له لاسه ورکړي دي.
فکور نعیمي

Comments