هندوکش – امریکا: امریکايي پوځي چارواکو پریکړه کړې چې د عراق له جګړې وزګار شوي سرتېري افغانستان ته ولیږي.
د پنټاګون یو ویاند راکین ګلووی رسنیو ته ویلي چې په عراق کې تر ډېره کچه جګړه ختمه شوې او اوس یې هېواد غواړي دغه پوځيان افغانستان ته ولېږدوي.
د نوموړي په وینا د ځواکونو زیاتېدل کولای شي افغان او بهرني ځواکونه د جګړې په ډګر کې برلاسي کړي او د افغان ځواکونو روزنیز بهیر به چټک کړي.
امریکا اوس پریکړه کړې چې په افغانستان کې جګړه ختمه کړي او د دې کار لپاره یې پر طالبانو او داعش ډلې بریدونه زیات کړي دي.
امریکا د جګړې د ختمیدو لپاره پر پاکستان هم فشارونه راوړي چې هغه ترهګر له خپلې خاورې وشړي، کوم چې افغانستان کې یې ناامنه کړی دی.
فکور نعیمی
د امریکا نور سرتېري افغانستان ته راځي

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.