د امریکا مکسیکو ښار کې وسله وال برید مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

هندوکش – امریکا: د شمالي امریکا په مکسیکو ایالت کې د پولیسو او پر وسلو سمبالو کسانو ترمنځ نښته کې ۱۳ کسان وژل شوي دي.
راپورونو د وراکروز نظامي چارواکو له قوله ویلي، دا پېښه پرون هغه مهال رامنځته شوه چې د مخدره توکو قاچاقبرانو د پولیسو پر یوې قرارګاه برید وکړ او د دواړو لوریو ترمنځ نښته کې ۱۳ کسان چې شپږ تنه یې غیر نظامیان، څلور پولیس او درې یې قاچاقبران وو وژل شوي دي او شپږ تنه نور سخت ټپیان شوي دي.
راپورونه وایي چې ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.
په دې سره په تېر او روان کال کې په یاد هېواد کې ۳۴ زره او ۵۸۲ د وسله وال تاوتریخوالي پېښې ثبت شوې دي چې په وروستیو کلونو کې تر ټولو لوړ شمېر دی.
فکور نعیمي

Comments