د امريکا سنا د پينټاګون وړاندیز شوې بودجه رد کړه

comments 0

هندوکش – امریکا: د امريکې سنا د دې هیواد د دفاع وزارت له لوري هغه بودجه چې دوی د افغان ځواکونو د يونيفور په برخه کې وړانديز کړې وه رد کړې.

د نيويار ټايمز په نوم امريکايي رسنۍ ويلي دي چې  دا بودجه په ۲۰۱۸ کال کې د افغان سرتیرو د يونيفورم لپاره وړانديز شوې وه.

د امريکې د سنا يو غړي  والټر جونز ويلي دي چې دا پريکړه ډيره پر ځای وه ځکه ددوی په خبره ډيرې پيسې هسې ځي.

ياده دې وي چې څه موده مخکې سيګار په يو راپور کې ويلي وو چې د افغان سرتیرو د يونيفورم ډيرې پیسې امریکايان سمې نه مصرفوي.

ددې ادارې څيړونکي جان سپکو ويلي دي چې ډيری يونيفورمونه داسي دي چې افعان سرتیرو ته هيڅ په درد نه خوري ځکه  افغانستان ځنګلونه نلري.

یاده دې وي چې تر دې مخکې سيګار ويلي وو چې امريکې د يونيفورم لپاره یو اعشاریه درې ميليارده ډالر په ۲۰۱۷ کال کې وړاندیز کړي وو خو دوی په ريښتوني ډول يوازې ۹۴ ميليونه ډالره لګولي دي.

فکور نعیمي – امریکا

Comments

Leave a Reply