د امریکا لوی درستیز کابل ته رارسېدلی

comments 0

578 Views

هندوکش – کابل: د امریکا دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د امریکا لوی درستیز ، جنرال جوزف ډانفورډ د دې لپاره افغانستان ته تللی چې د سوېلي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د استراتیژی ارزونه وکړی.
نوموړي د خپل سفر پر مهال خبریالانو ته ویلي چې غواړي د هغو چارواکو او قومندانانو سره چې د جګړې مشري کوي مشورې وکړي.
ټاکل شوې ده چې د امریکا د پوځ دغه چارواکی د افغانستان لوړپورو چارواکو سره هم وګوري.
دا په تېرو څو ورځو کې د امریکا دویم لوړپوړی چارواکی دی چې کابل ته راځي، تر دې وړاندې د امریکا د دفاع وزیر کابل ته راغلی و او دلته یې له افغان حکومت سره د ترهګرۍ سره په مبارزې او افغان ځواکونو سره د همکاریو ډاډ ښودلی و.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments