د امریکا لوی درستیز نن ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدنه کوي

comments 0

هندوکش – کابل: ارګ نه باوري سرچینې هندوکش خبري ویب پاڼې ته ویلي دي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن د امریکا متحده ایالاتو لوی درستیز جوزیف ډانفورډ سره خبرې کوي.
جنرال ډانفورډ سفر په لړ کې نورو مسلو سربیره د افغانستان په اړه د امریکا پر نوې ستراتیژۍ له افغان چارواکو او افغانستان کې مېشتو امریکايي قوماندانانو سره سلا مشورې کوي.
د امریکا د پوځ لوی درستیز به له ولسمشر غني سره د افغانستان په اړه د امریکا پر نوې ستراتیژۍ، همدارنګه افغانستان ته د څلور زرو نورو امریکايي سرتېرو د استولو او د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د څلور اړخیزو غونډو پر بیا پیل خبرې وکړي.
داسي اتکل کیږي چې جنرال جوزیف ډانفورډ به په افغانستان کې له چارواکو سره ددې هېواد په اړه د امریکا پر نوې ستراتیژۍ له سلامشورو وروسته خپل معلومات د امریکا د دفاع له وزیر جمیز متېس سره شریک کړي.
جیمز متېس اوس مهال په جرمني او بلیجیم کې د ناټو له متحدانو سره سلا مشورې کوي چې د بحث یوه مهمه مسئله یې هم د افغانستان په اړه د امریکا نوې ستراتیژي ده.
سپوژمې پوپلزي

Comments

Leave a Reply