د امریکا سنا مجلس افغانانو لپاره ویزې تصویب کړې

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: امریکا متحده ایالاتو هغو افغانانو لپاره چې امریکايي ځواکونو سره د مرستندویانو په توګه کار کاوه او کوي يي او ژوند يي په خطر کې وي ۴۰۰۰ ویزې تصویب کړې.
دغه ویزې به افغانانو ته د ځانګړي مهاجرت پروګرام په چوکاټ کې ورکول کیږي. دغه پروګرام کې راغلي چې هغه افغانان چې د امریکا د دولت لپاره يي کار کړی وي او ژوند يي په خطر کې اچولی وي او یا په خطر کې وي امریکا ته د تلو اجازه لري. که څه هم دا پروژه ځینې شرطونه لري چې د بیګې په تور د هغه کسانو لپاره چې ددې پروګرام نه ګټه پورته کوي ډیرې زیاتې څیړنې او تحقیقات کیږي.
که څه هم د امریکا ولسمشر ټرامپ هیواد ته د مهاجرو په راننوتلو د بندیز لګولو هڅې کوي خو د امریکا مشرانو جرګې افغانانو ته ۴۰۰۰ نوې ویزې تصویب کړې دي.
بلخوا افغانستان کې د امریکا سفارت روان کال د مارچ په میاشت کې د افغانانو لپاره مهاجرت د ځانګړي پروګرام په چوکاټ کې د ژباړونکو او مرستندویانو سره د مصاحبو بحیر ودروو او اعلان وکړ چې د ټاکل شوي رقم نه يي ډیر زیات وړاندیزونه ترلاسه کړي دي. خو د اپریل په میاشت کې بیا د امریکا د مشرانو او ولسي جرګو ۲۵۰۰ نوې ویزې تصویب کړې.
د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو د کمیټې ریس په خپلې وروستي وینا کې وویل « زمونږ ملت د ټولو هغه ملکي وګړو سره چې په واقعیت سره يي زمونږ سره مرسته کړي وي تل مرسته کوي او هغوې ته ددې مرستو بدل ورکوي. زه ډیر خوښ یم چې نن ورځ د هغه افغان ښځینه او نارینه اتلانو لپاره چې زمونږ سره يي مرسته کړې ده دا ویزې تصویب شوې.»
فکور نعیمې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply