د امریکا سنا؛ د ډونلډ ټرمپ دویم ځل استیضاح تایید کړه

comments 0

5 Views

هندوکش ــ امریکا: د امریکا د کانګرس په سنا جرګه کې له یو لړ بحثونو ورسته پریکړه وشوه چې د مخکېني ولسمشر ډونلډ ټرمپ استیضاح له اساسي قانون سره سمه ده.
د سنا ۵۶ غړو د تایید او ۴۴ غړو د ښاغلي ټرمپ د استیضاح پرضد رایه ورکړه.
مخکې تمه کېده چې د ډونلډ ټرمپ د جمهوریپال ګوند پنځه غړي به د هغه د محاکمې د تایید لپاره رایه ورکړي، خو په دې رایه اچونه کې شپږو جمهوریپالو غړو د تایید رایه ورکړه.
دامریکا په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې یو ولسمشر دوه ځله استیضاح کیږي.
د سنا دې غونډې ته د ښاغلي ټرمپ مدافع وکیلان هم ورغلي وو.
دوی استدلال کاوه چې نوموړی اوس په واک کې نه دی نو د قانون له مخې سنا حق نه لري چې استیضاح یې کړي.
د ښاغلي ټرمپ مدافع وکیل ډیویډ شون د ولسمشر جو بایډن پر دیموکرات ګوند تور ولګاوه چې د سیاسي موخو لپاره د هغه د استیضاح لپاره واک ناوړه کاروي:
“زموږ د اساسي قانون له مخې باید اجازه ورنه کړل شي چې دا ارګان او د استیضاح بهیر د ګوندي سیاسي موخو لپاره د وسلې په توګه وکارول شي. همغسې چې زموږ په ننني رپوټ کې راغلي د استیضاح دا ماده باید د قضايي اختصاص د نشتوالي له امله له پامه وغورځول شي. که د دې مادې په له پامه غورځولو سره یو پياوړی پيغام وا نه ستول شي نو د ولسمشرۍ ارګان په خطر کې دی.”
خو په مشرانو جرګه کې د دیموکرات ګوند استازي جو نیګوس وویل چې اساسي قانون د دې جرګې له خوا د د ډونلډ ټرمپ د محاکمې په اړه بشپړه وضاحت لري:
“د اولې مادې دویمه فقره یوازې جرګې ته د استیضاح واک ورکوي. دریمه فقره یې هم د هر ډول استیضاح واک سنا ته ورکوي. د ټرمپ د استدلال له مخې فکر کیږي چې دا ماده به ځینې استثنائات ولري خو داسې نه ده. ”
دیموکرات ګوند وايي ښاغلی ټرمپ شخصا د تیرې جنورۍ میاشتې پر شپږمه د کانګرس پر ودانۍ د بلوا مسوول دی او باید استیضاح شي.
که نوموړی پړ وبلل شي نو د یوې بلې رایې اچونې له مخې باید ټرمپ په ټاکنو کې له نوماندۍ منع کړل شي.
ټرمپ ویلي په ۲۰۲۴ کال کې ولسمشرۍ ټاکنو کې د بیا نوماندۍ هوډ لري.
پر نوموړي د لګول شویو تورونو په لړ کې ویل شوي چې د ټاکنو پایلو نه منلو سره ټرمپ د جمهوریت پرضد خلک هڅولي دي.
د یموکراتانو ویلي کله چې د ټاکنو پایلو لغوه کولو لپاره د ښاغلي ټرمپ نورې هڅې له ناکامۍ سره مخ شوې خپل پلویان یې وهڅول چې د کانګرس پر ودانۍ برید وکړي.
په واشنګټن کې پر ګرځیدو بندیز ولګول شول او د امنیت لپاره دامریکا د پوځ سرتیري وګومارل شول.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments