د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ایران د ترهګرو ملاتړ هیواد بولي

comments 0

3 Views

هندوکش – امریکا: رسنیو سره په خبرو کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پیمپیو په ډاګه وویل چې ایران له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او ځیني هیوادنو کې د نا امنیو اصلي عاملین دي.
نوموړي چې رسنیو ته تیره ورځ خبرې کولې وویل، د منځني ختیځ او عربي هېوادونو په نا امنیو کې ایران لاس لري.
د پمپیو په خبره په یمن کې له حوثي یاغیانو د ایران ملاتړ ددې سبب شوی، چې د سعودي عربستان ملي امنیت ته جدي خطر متوجه شي.
یاده دې وي چې امریکا تر دې وړاندې هم ایران په افغانستان، عراق، سوریه، یمن او ځینو نورو هېوادونو کې د ترهګرو په ملاتړ تورن کړی دی.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments