د امریکا دفاع وزیر: افغانستان ته تر ۵ زرو پورې اضافي سرتیرې استوو

comments 0

هندوکش – امریکا: د متحده ایالاتو دفاع وزیر د افغانستان په تړاو دامریکا نوي استراتیژې په اړه څرګندونې وکړې چې دې نوي استراتیژې له مخې به تر ۵ زرو نور اضافي سرتیري افغانستان ته واستول شي.
تردې وړاندې داسې اتکل کیده چې امریکا افغانستان ته د پوځيانو پر ځای د شخصي امنيتي کمپنيو کرايي جنګيالي را لېږي چې تر ډیره دغه خبرو هغه وخت زور واخیست چې دې دینا کورپس او بلک واټر په نومونو د دوو امنيتي کمپنيو مشرانو په دې اړه يوه طرحه هم جوړه کړې وه چې پکې ویل شوي ول د افغانستان جګړې ته د کرايي جنګياليو لېږل به د جګړې لګښتونه را کم کړي.
د متحده ایالاتو دفاع وزیر په دې اړه بیا څرګندونه نه ده کړې خو ویلي دي چې د افغانستان په اړه نوې جوړه شوې تګلاره په وروستيو مرحلو کې ده او په نږدې راتلونکي کې به اعلان شي.
مټیس رسنیو ته ویلي دي چې د امریکا په دغه بشپړیدونکې ستراتیژي کې له پاکستان سره د اړیکو سربیره د سیمې د هیوادنو اړوند موضوعات هم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ ادارې د افغانستان په اړه د امريکا د نوې ستراتيژۍ د جوړولو ټول واک د دفاع وزير جيمز مټيس ته سپارلی دی تر څو وکولاې سي یو ښه استراتیژي جوړه کړي.
فکور نعیمي

Comments

Leave a Reply