د امریکا بې پیلوته الوتکو په برید کې ۱۴ ملکیان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – کندز: په کندز کې ځایي سرچینې وایي چې، یوه هوایي برید پر مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه ولسي افغانان وژلي دي.

په ورته وخت کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکايي ځواکونو د ویاند “ډېبرال ریچاردسن“ له قوله لیکلي، دا عملیات د ولسي افغانانو پر کورونو شوي، خو په هکله یې طالبان مسؤل بلل کیږي.

نوموړي ویلي، طالبان د ملکیانو په کورونو کې پټ و چې هوایي برید پرې وشو او ولسي خلک په نښه شول.

نوموړي د وژل شویو طالبانو د شمیر په هکله څه نه دي ویلي، خو دا یې تائید کړې چې په دغه برید کې یې ۱۴ تنه افغان ولسي کسان چې ډیری یې ښځې او ماشومان و، وژلي دي.

بلخوا بیا د کندوز د والي ویاند عصمت مرادي رسنیو ته د پیښې پخلی کړی او لسګونو تنو طالبانو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

طالبانو د نوموړي ادعا ردکړې او د ۵ امریکایانو په ګډون یې د ۲۲ تنو کورنیو او بهرنیو عسکرو د وژل کیدو او ګڼو نورو د ټپي کیدلو خبر ورکړی دی.

طالبانو ویلي په دغو عملیاتو کې یې درۍ ملګري وژل شوي او عملیاتي قوه یې هم شاتګ ته اړ کړې ده.

نجیبه سروري

Comments