د امریکا او طالبان خبرې نن هم دوام لري

comments 0

هندوکش – امریکا: طالبانو په قطر کې له امریکایي چارواکو سره د سولې خبرې بیرته پیل کړي.
د طالبانو او خلیلزاد ترمنځ تیره ورځ ناسته شوې او نن هم دوام لري.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې امریکا د پخوانۍ اجنډا په منلو سره حاضره شوه چې د سولې مذاکرات مخ ته یوسي.
د طالبانو او امریکا ترمنځ اجنډا، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل په ګوته شوي.
طالبانو له امریکایي استازو سره په لومړي دور خبرو کې پر دې ټینګار کاوه چې باید له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر لارو چارو غور وشي.
خو دا یې هم ویلي و چې، که د دغو خبرو موضوع بدله شي، نو طالبان به دې خبرو ته دوام ورنه ‌کړي.
فکور نعیمی

Comments