د امریکا او طالبانو د سولې هوکړې ته غبرګونونه

comments 0

هندوکش ــ کابل: د امریکا او طالبانو ترمنځ تر تقریباً اتلس میاشتې مذاکرو وروسته پرون د فبرورۍ په ۲۹مه، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې هوکړه لاسلیک شوه. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت خاص استازي، زلمي خلیلزاد پرون په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه. خلیلزاد بېګا د هوکړې په اړه پر ټوېټر یوه لړۍ پيغامونه خپاره کړي چې وايي: “تر کلونه لانجې وروسته، موږ له طالبانو سره داسې هوکړه لاسلیک کړه چې د امریکا هدف ترلاسه کوي او افغانستان د سولې پر لار برابروي.”
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل: “طالبان باید خپلې ټولې اړیکې له تروریستي ډلو سره پرې کړي، دا تضمین کړي چې هغوي د طالبانو په تر واکمنۍ لاندې سیمو کې فعالیت نه شي کولای، موږ افغانستان تر هغو نه پرېږدو چې دا ډاډ ترلاسه کړو چې افغانستان بیا د تروریستي ډلو په بستر نه بدلېږي.”
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون په دوحه کې خبریالانو ته وویل: “د امریکا د متحدو ایالاتو لپاره بری یوازې په داسې شرایطو کې ممکن دی چې امریکایان او زموږ متحدان په افغانستان کې د تروریزم له ګواښه په وېره کې ونه اوسي، موږ به د خپلو خلکو د ساتنې لپاره هر کار وکړو.”
د ملګروملتونو عمومي منشي انـونیو ګوټرش ویلي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د سولې له پروسې چې ښځې، لږکۍ، ځوانان یې برخه وي ملاتړ کوي.
د پاکستان صدراعظم عمران خان په دې اړه په غبرګون کې پرون پر ټوېټر لیکلي: “دا د افغانستان د خلکو لپاره له څو لسیزو جګړې او غمه د خلاصون لپاره د سولې او روغې جوړې پېل دی، ما تل باور درلود چې د لانجې د حل یوه قطعي لاره، که څه هم پېچلې وي، د سولې لپاره له معنی ډکه لار ده.”
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون وویل چې د امریکا او طالبانو هوکړه مشروطه ده.
اشرف غني د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې تر لاسلیک وروسته، وویل چې هوکړه پر دې مشروطه ده چې طالبان یې مواد څرنګه عملي کوي.
د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله هم تقریباً د اشرف غني خبره تکرار کړې دي.
هغه پرون په کابل کې خبریالانو ته ویلي: “دا هوکړه په نورو ډېرو برخو پورې مشروطه ده.”
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments