د امریکا او طالبانو د سولې تړون؛ افغانانو ته یې له زیان پرته ګټه نده رسولې ــ تحلیلي راپور:

comments 0

هندوکش ــ کابل: سره له دې چې امریکا ویلي چې له طالبانو سره په شوي تړون له سره غور کوي، خو د افغانستان حکومت وایي دې تړون د افغانستان خلکو ته له زیان پرته بله کومه ګټه نه‌ده رسولې.
دې تړون له دې پرته چې بین‌الافغاني خبرو ته چې هغه هم ټکنۍ او پڅې مخ ته ځي، لاره پرانیستې، کومه بله ګټه نه‌ده رسولې.
پرون پر دغه تړون چې کال مخکې د فبرورۍ په ۲۹مه په دوحه کې د طالبانو او د امریکا ترمنځ شوی، یوکال واوښت، خو هغسې چې تمه‌یې کیده نه‌یې په افغانستان کې اوربند ته زمینه برابره کړه او نه‌یې هم د جګړو شدت کم کړی، بلکې برعکس تاوتریخوالی لا ورسره زیات شوی دی.
د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال پرون رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې، دغه تړون د افغانستان د حکومت له پلوه د وخت ضایع کول وبلل او زیاته‌یې کړه: “که د دوحې تړون ته له افغاني لوري وکتل شي، یوازې وخت ضایع شوی، افغانانو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي او په ټوله کې افغانستان تخریب شوی دی.”
تر اوسه امریکایي چارواکو د دغه تړون د لاسلیک د یوې کلنې کلیزې په مناسبت څرګندونې نه‌دي کړي، خو د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې جګپوړو سیاسي او امنیتي چارواکو ویلي چې په ټوله کې پر دغه تړون او له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر وروستي ضرب‌الاجل له سره غور ځکه کوي چې طالبانو خپلې کړې ژمنې نه‌دي عملي کړي.
له نړیوالو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو نه‌پرېکون، د تاوتریخوالي نه‌کمول، د افغانستان د دولت له استازو سره د سولې په خبرو کې په اغېزمن ډول نه‌ګډون او یو لړ نور هغه مسایل دي چې طالبان‌یې په سرغړاوي تورن شوي دي.
د دوحې د تړون عملي کېدو ته یوازې دوه میاشتې پاتې دي، خو داسې نه‌برېښي چې په دې پاتې موده کې دې ټول اړخونه د هغه شرطونه پوره کړي، د چارو کتونکو ویلي، چې دغه تړون پخپله طالبانو له ماتې سره مخ کړی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments