د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو دوام

comments 0

هندوکش – امریکا: ښایې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې نن د څلورمې ورځې لپاره هم په قطر کې دوام وکړي.
تمه ده چې نن د ورځې په وروستیو کې به طالبان او امریکا د خپلو خبرو په تړاو اعلامیې هم خپرې کړي.
امریکا طالبانو ته منلې چې له افغانستان به ځواکونه باسي، خو له دې ډلې سره په یو معقول مهالوېش بیا خبرې پاتې دي.
د امریکا او طالب استازو ترمنځ د تېرو ورځو خبرو کې داسې ښکاري چې طالبانو له امریکا سره پر یو شمېر مسایلو قناعت کړی.
اوس باور کېږي که طالبان او امریکا هوکړې ته ورسېږي، نو د ټاکنو پر ځای د موقت حکومت احتمال ډېر لیدل کېږي.
دغه راز طالبانو د خپلو بندیانو یو لیست برابر کړی چې یو شمېر ښځې هم په کې شاملې دي.
فکور نعیمي

Comments