د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې نوی بهیر پیلیږي.

comments 0

هندوکش ــ کابل: د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه پخوانی سند او پرمختګونه لغوه شوي او اوس په قطر کې د زلمي خلیلزاد او طالبانو د خبرو تازه لړۍ پیل کړې .د دې وزارت ویاندې ناجیې انوري وویل، په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ پخوانۍ ۹ پړاو خبرې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ له خوا باطلې شوې دي.
د اغلې انوري په خبره په تازه پړاو خبرو کې به لومړی په اوربند او په پاکستان کې د طالبانو د مرکزونو په اړه خبرې وشي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ نن د قطر په پلازمینه دوحه کې د سولې رسمي خبرې بیا پیل شوې دي. د زلمي خلیلزاد د مذاکراتي ټیم یوه غړي وویل چې د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو تمرکز د تاوتریخوالي پر کمېدو دی چې اوربند او بین الافغانی مذاکراتو ته لاره هواروي.
ښاغلی خلیلزاد مخکې له دې چې په قطر کې له طالبانو سره بیا خبرې پیل کړي په کابل کې یې له افغان چارواکو او سیاسیونو سره د سولې په اړه پراخې خبرې وکړې .په ورته وخت کې د افغانستان د سولې د عالي شورا غړی محمد امین وقاد وایي، ممکن په نږدې راتلونکې کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې نهه پړاو خبرې شاوخوا درې میاشتې وړاندې د کابل ښار په شش درک سیمه کې د هغې انتحاري حملې په غبرګون چې د یوه امریکایي پوځي په ګډون دولس تنه په کې ووژل شول د ولسمشر ټرمپ له خوا لغوه اعلان شوې .د افغانستان سیاسي کړیو او عامو افغانانو هم ټنیګار کړی چې د دې هېواد د روانې جګړې یوازینۍ حل لاره د افغان حکومت په ګډون د سولې خبرې اترې او اوربند دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments