د امریکا او افغانستان د ملي امنیت سلاکارانو خبرې کړي

comments 0

هندوکش – کابل: په افغانستان کې د ملي امنیت شورا نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب په امریکا کې خپل سیال جان بولټن سره خبرې کړي دي.
د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند او د ستراتېژيکو اړيکو رييس قادر شاه ويلي، د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمد الله محب چې امريکا ته په يوه رسمي سفر تللى، په واشنګټن کې يې له خپل امريکايي سيال جان بولټن سره وليدل.
محب د سولې له بهير څخه د سيمې د هېوادونو ملاتړ مهم و باله او په هغو هېوادونو يې د زيات تمرکز غوښتنه وکړه، چې د خپلو ګټو په موخه د افغانستان د سولې له بهير سره مرسته نه کوي.
د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت سلاکار جان بولټن له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو له بې سارې سرښندنې قدرداني کړې او د سيمې په کچه يې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برياليتوب کې د مشترکې اجماع په رامنځته کېدو ټينګار وکړ.
بولټن ويلي، د افغانستان او سوېلي اسيا لپاره د امريکا متحده ايالاتو د ستراتېژۍ د لا موثريت او اغېزمنتيا په موخه په لوړه کچه سلا مشورې روانې دي.
هغه افغان لوري ته ډاډ ورکړ چې هېواد يې له ترهګرۍ سره د مبارزې او پرمختګ په برخه کې له افغانانو سره پر خپلو ژمنو ولاړ دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments