د امریکایې سلاکارانو پر هستوګنځیونو توغندي غورځول شوي دي.

comments 0

0 Views

هندوکش – کندز : د کندز ولایت پر مرکز توغندي توغول شوي چې د ځایې چارواکو په خبره درې ولسي وګړي پکې تپیان شوي دي.
کندز ولایت کې امنیتې چارواکي وایې چې نن اته هاوان ګولۍ د ولایت پر مقام، ښاروالې، قوماندانې او د امریکایې سلاکارانو پخواني ځاې توغول شوي دي.
د نوموړي په وینا دا توغول شوي توغندي هوتل سره نږدې غورځیدلي چې پخوا پکې امریکایې سلاکاران اوسیدل خو څو ورځې مخکې له کندوزه وتلي ول.
د دې پیخې په تړاو تر اوسه ولایت مقام څه نه دي ویلي او کومې ډلې هم مسولیت په غاړه نه دې اخیستې.
دا په داسې حال کې دې چې نږدې لس ورځې مخکې هم کندز ښار ته د هوان شپږ مرمي توغول شوي ول چې له امله یې یو ولسي وګړي مړ او نهه تنه تپیان شوي ول.
ننګیالې کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply