د امریکايي پوځ وژلو لپاره طالبانو ته “د روسیې د پیسو ورکړه”

comments 0

هندوکش ــ امریکا: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د امریکايي سرتېرو د وژلو لپاره وسلوالو طالبانو ته “د روسیې د پیسو د ورکړې” په هکله وویل دا مسله دوی ته د اندېښنې وړ ده او په تړاو به یې پلټنې کوي.
ښاغلي بلېنکن په دې تړاو نور څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې په دې هکله ارزونې رواني دي، ځکه نه غواړي چې د ارزونې له پایلې مخکې څه ووايي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د جنورۍ پر ۲۶ له روسي سیال ویلادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرو کې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وژلو لپاره د مسکو له خوا “د پیسو ورکړې” ته اشاره کړې او په دې هکله یې خپل خپګان ښودلی دی.
د ۲۰۲۰ کال جون کې د امریکا “نیویارک ټایمز” ورځپاڼې وویل، د روسيې پوځ یوه پټ مرکز د طالبانو اړوند ملېشو سره په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو وژلو بدل کې د جایزې ژمنه کړې.
په رپوټ کې زیاته شوې وه چې د دې ملېشو ځینې کسانو د جایزې یو مقدار پیسې تر لاسه کړې هم دي.
فکور نعیمي

Comments