د امریکايي پوځیانو یوه ډله امریکا ته ستنه شوه

comments 0

هندوکش – امریکا: راپورونه وایي، د امریکا د اندیانا هوايي ځواک یوه ډله بېرته امریکا ته ستنه شوه.
د اندیانا هوايي ځواک دغه درې سوه کسیزه ډله چې په کندهار کې یې ماموریت درلود وروسته له درې میاشتو خپل هېواد ته ستنه شوې.
بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې د اندیانا هوايي ځواکونو دغه ډله د جمعې په ورځ امریکا ته ستنه شوې.
له ۲۰۱۶ م کال څخه تر اوسه دا د امریکا د پوځ لویه برخه ده چې بېرته ستنېږي.
فکور نعیمی

Comments