د امريکې د ستراتيژۍ د سبوتاژ په خاطر د پاکستان او څو هیوادونو ګډه جبهه:سعید بت شکن

comments 0

د امریکې په اوسنۍ اعلان شوې ستراتيژۍ کې د پاکستان په اړه د واشنګټن پيغام ډير ستوغ وو،همدې جديت خو په نړۍ واله کچه د پاکستان روانه انزوا نوره هم ډيره کړه خو پاکستان ددې لپاره چې دا ستراتيژي له ستونزو سره مخ کړي او يا يي لږ تر لږه ناکامه وښيي د څو هیوادونو او نيږدې شلو ترهګرو ډلو په شتون کې د يو ايتلاف لپاره لا وار د مخکې کار کړی وو.

پاکستان له هغه وخته چې ډونالډ ټرامپ د امریکې ولسمشر شوی دی د سياسي بازارموندنې يو ستر ټيم چې مشري يي په امریکې د پاکستان پخوانی سفير حسين حقاني کوي امریکې ته استولی دی څو دوی په رسنیو، سياسي او ولسي ناستو کې د ډونالډ ټرامپ پر ذهنیت داسې کار وکړي لکه څنګه يي چې د جورج ‌ډبلیو بوش او بارک اوباما پر ذهنيت کار کړی وو چې يو لوري ته به يي مرستې تر لاسه کولې او بل لوري ته به يي په همدې مرسته روزل شوي طالبان په افغانستان کې د امریکې پر ضد جهاد ته هڅول.

د پاکستان دا دوه مخی سياست يو لوری ته د سياست او بل لوري ته د حقانيه مدرسې او مولانافضل الرحمن له خولې په دوه ډولو وړاندې کيده يانې سياستوالو به يي ويل چې موږ هم د تروریزم قرباني يو او ملايانو به يي بیا په افغانستان کې انسان وژنه او په ديني اماکنو کې د داعش او طالب روان وحشتونه جهاد بلل.

پاکستان په دومره مهارت لوبه کوله چې يو نيم ځلې به يي ځان ته د نړۍ د پام را اړولو په خاطر يا په زيارت کې ځانمرګی برید وکړ او يا به يي په سرحدي سیمو کې شيعه اقليت د ویر په ټغر کيناوو… خو  دا لوبه ونه چلیده بلکه اوس يي ونيو چې د هرې ورځې په تيريدو سره پاکستان په افراطيت کې د ماتې خوړولو په درشل کې دی.

څه په کار دي؟

ملګری ملتونه د يوې نړۍ والې منل شوې ادارې په توګه باید له افغان حکومت سره رسما کينې او له حکومت سره شته اسناد ټول ددې مجمع عمومي ناستې ته وړاندې کړي څو د پاکستان دوه مخې لوبه نړۍ ته هم افشا شي.

پاکستان په ډير مهارت سره اوس په سیمه کې د چين، ایران او روسيي په شتون کې د امریکې مخالفه جبهه ايجاد کړي او ددې جبهې ایجاد د دوو موخو لپاره وو يو دا چې په سيمه کې ځان پياوړی وښيي او امريکا وډاره کړي چې که مرستې ورنکړي روسيه، چين او ایران شته چې دوی حمايه کړي او بله موخه يي داده چې د ملګرو ملتونو په تصامیمو کې روسيه او چين د پاکستان پر ضد هرې پريکړې ته د ويتو يا مخالفت رايه ورکړي.

ایران په دې برخه کې ښه تجربه لری او د سوريي په ستونزه کې يي چې له کله روسیه را ښکيله کړې وينو چې د امریکې پر وړاندې ستونزې ډيرې شوي دي او د زرګونو سوري وګړو قاتل بشارالاسد لاهم په واک کې دی او روسي الوتکې چیرته يي چې زړه وي هلته بمبارۍ کوي خو برعکس امریکايي الوتکې که سم هدف هم ولي ایراني او روسۍ ورته ناسم پرداز ورکوي.

ملګري ملتونه باید خپل رسوخ ته په کتو لاس په کار شي افغان دولت اسناد لري، په زندانونو کې په زرګونو طالبان چې په پاکستان کې روزل شوي پراته دي او بل تر ټولو ښه خبر دادی چې د آی اس ای يو لوړپوړی افسر الله نور هم چې په راولپنډۍ کې روزل شوی او  د طالبانو په برخه کې يي کار کړی دی همدا اوس له افغان دولت سره بندي دي او يو لنډ ويډيويي کليپ يي تیره اونۍ رسنیو ته په واک کې ورکول شو.

د جانخيلو په جګړه کې د پنجابي مليشو ګډون او د څو تنو نيول کيدل، په ننګرهار کې د داعش په لیکو کې د سلګونو اورکزيو شتون او پرون د حقانيه مدرسې د مشر مولانا سميع الحق خبرې چې ويلي يي وو:« طالبان په حقه دي، نه يوازې باید ملاتړ يي وشي بلکه کسان هم ورته وروزل شي» هغه اسناد دي چې کار ته اړتيا لري.

ملګري ملتونه دې نوره اجازه نه ورکوي چې د ترهګرو ملاتړي هیوادونه په نړۍ واله کچه منل شوې کړنلارې سبوتاژ کړي او يا دې پاکستان په افغانستان کې نيابتي جګړې ته زمینه مساعده کړي، ملګري ملتونه باید دا درک کړي چې دلته افغان ولس د يوې تپل شوې جګړې په خاطر قرباني ورکوي او دا قرباني به يوه ورځ د افغان ولس زغم ته هم د پای ټکی کيږدي.

افغان ولس په ريښتونولۍ او نړۍ والو اصولو ته په درناوي کې هيڅ ساری نلري، د ایران او امريکې تر منځ د يوې پيړۍ په زړه دښمڼي کې افغان دولت او ولس پوره بې پرې پاتی شوی دی د حامدکرزی له وخته بیا تر نن پورې هر ولسمشر په خپل وخت کې ایران ته درناوی کړی او له دوی سره يي دوستانه اړيکې ساتلي دي، هندوستان که څه هم په افغانستان کې ډيرې مرستې ته تيار دی ولې د پاکستان د حساسيت له امله يي افغان دولت مرستې هم مشروطې غواړي او يوازې په هغو برخو پانګونه کيږي چيرته چې پاکستانی حساسیت ډير نه وي او…. لسګونو بيلګې.

پاکستان هغه دسیسه چې اوس ډيزاين کړې او غواړي امريکا ماته کړي د واشنګټن ماتې په افغان وژنه سره شونې کوي او د همدې په خاطر خو شونې ده ترهګریز داعشي او طالباني بریدونه ډير شي او د کابل د جمعې د ورځې د وحشت په څير ډير نور وحشتونه هم له افغان ولسه ژوند واخلي.

د ملګرو ملتونو جديت، قاطعيت او مستند دريځ به سيمه او نړۍ د تروریزم له اوره وژغوري کينې د پاکستان د شته خبيثه مثلث په شتون کې شونې ده د پاريس،نيويارک، سعودي عربستان،لندن، برلین او….  پيښو په څیر ډيرې نورې وحشي پيښې او بریدونه بیا تکرار شي.

Comments

Leave a Reply