د ملي امنيت رياست خاصو قطعاتو د القاعدې او حقاني شبکې مهم غړی عمرخطاب وژلی

comments 0

هندوکش ـ کابل: په مرکزي سیمو کې د ملي امنيت د ځانګړو قطعاتو په موخه ایزو عملیاتو کې لسګونو طالبان، د القاعدې غړي او د دوی مهم مشران وژل شوي دي.

دا عملیات چې تر اوسه يي د کره نيټې په تړاو څه نه دي ويل شوي ويل کيږي په غزني، زابل او پکتيا کې ترسره شوي دي.

عملیات چې په هدفمند ډول د القاعدې او طالبانو پر يو ګډ روزنيز مرکز شوي دي پکې عمر خطاب چې په عمر منصور مشهور وو له ۸۱ طالبانو او د القاعدې ډلې له پلويانو سره يو ځای وژل شوی دی.

په دې عملیاتو کې د القاعدې نظامي مسول مصطفی،قاسم په خرم کياني مشهور، جنيد او حمزه هم وژل شوي دي.

دا کسان په داسې حال کې وژل شوي دي چې تر دې مخکې هم د طالبانو پر يو ورته ستر ګډ روزنیز مرکز باندې برید شوی وو.

ويل کيږی عمرخطاب د هند په ټاپو کې د القاعدې ډلې عملیاتي مسول پاتې شوی دی.

نوموړی له طالبانو سره د ډير نيږدې والي له امله غزني ته راغلی وو او هلته به يي امنيت طالبانو ساته.

تر دې دمه طالبانو او القاعدې ډلې په دې تړاو څه نه دي ويلي خو باید وویل چې د القاعدې ډلې مشر اسامه بن لادن په پاکستان کې و وژل شو او د طالبانو د درې ګونو شوراوو کوټې شورا، حقاني شبکې او پيښور شورا ټول غړي په پاکستان کې ژوند کوي او پاکستاني استخبارات يي امنيت ساتي.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Comments

Leave a Reply