د القاعده یو غړی وژل شوی

comments 0

32 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، د القاعده یو غړي په ګډون یې شپږ دولت ضد وسله وال وژلي دي.
د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، تېره شپه ملي منیت د شېرزادو ولسوالۍ په اړوند سیمو کې عملیات کړي دي.
خوږیاڼی وایي، په عملیاتو کې یو القاعده او پنځه نور طالبان وژل شوي دي.
د خوږیاڼي په خبره، په عملیاتو کې یو ټپي طالب له دوه ملګرو او دوه شکمنو سره نیول شوی دی.
خو دا چې وژل شوی د القاعده غړی کورنی او که بهرنی دی په اړه یې جزیات نه دي ورکړل شوي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments