د الفتح عملیاتو په ناکامیدو د طالبانو ترمنځ بیلتون

comments 0

هندوکش – کابل: طالبانو چې د سږ کال عملیاتو ته یې د الفتح نوم ورکړ او باور یې درلود چې ګنې ځینې سیمې به ونیسي او افغان ځواکونه به تر فشار لاندې راولي، خو دې کار کې بریالي نه شول.
د طالبانو رهبري د الفتح عملیاتو له پيل سره اختلافات درلودل او ټینګار پر دې و چې باید د عملیاتو پر ځای اوربند او سولې ته کار وشي، خو هغه ډلې چې سخت دریځي دي او له پاکستان د جګړې امر اخلي، عملیات اعلان کړل.
د طالبانو نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي چې نور په جګړه کې نه شي بریالي کیدلی او له همدې کبله ځینې ډلې اړ شوي چې وسله کیږدي او یا له جګړې لاس واخلي.
سرچینو ویلي چې د عملیاتو په ناکامیدو سره د طالبانو رهبري ترمنځ جنجالونه پيدا شوي او ځینې ډلې نور نه غواړي چې جګړه دوام پیدا کړي.
هغه ډلې چې جګړه نه غواړي د شر خوښو مشرانو څخه پوښتنې لري چې کلونه جګړه کې یې پرته له وژنو او بربادۍ کومه لاسته راوړنه درلودلې.
عبید رادپور

Comments