د افغان کرکټ ستوري حمید حسن لنډه پېژندنه

comments 0

0 Views

د افغان کرکټ ستوري حمید حسن
نوم : حمید
تخلص :حسن
دزېږېدلو نېته : ۱۹۸۷مېلادي کال
دزېږېدلو ځای: ننګرهارولایت
حمید حسن د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو له تېزو توپ اچوونکو څخه دی چې اکثریت هیوادوال ورته زمری وایي.
حمید حسن تر دې مهاله په ۳۰ یو ورځینیو(۵۰اوریزو) لوبوکې ګډون کړی چې په دې لوبوکې یې ۵۴ ویکټې تر لاسه کړي دي.
د نوموړي تر ټولو غوړه توپ اچونه د۴۵ منډو په مقابل کې د۵ لوبغاړو سوځول دي.
حمیدحسن تر اوسه په ۲۲ شل اوریزو لوبو کې ګډون کړی چې ۳۲ لوبغاړي سوځولي دي د حمید حسن تر ټولو غوره توپ اچونه یې په شل اوریزو لوبوکې د ۲۲منډو په مقابل کې د۴ لوبغاړو سوځول دي
حمیدحسن کله ناکله په زړه پوری توپ وهنه هم کوي چې ښه بیلګه یې د سویلي افریقا په وړاندې وه.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply