د افغان ځواکونو عملیاتو کې طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش_ فاریاب: کورنیو چارو وزارت وایي، فاریاب او لغمان کې وسله وال وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، د فاریاب په دولت اباد ولسوالۍ کې افغان هوايي ځواکونو د طالبانو په یوه ډله برید کړی چې اوه تنه یې وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

کورنیو چارو وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي، په دې برید کې د طالبانو تجهیزات او وسایط هم له منځه تللي.

خبرپاڼې په لغمان ولایت کې هم د دوه طالبانو د وژلو خبر ورکړی.

د وزارت خبرپاڼه لیکي چې د پولیسو ځانګړې قطعې په عملیاتو کې دوه طالبان قرغیو ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

عاطفه مصمم

Comments