د افغان ځواکونو د نوم بدي کولو بله هڅه / بریالی ویار

comments 0

پاکستان په بیلابیل ډول هڅه کړې او کوي یې چې افغان ځواکونه نوم بدي کړي، یا په بله اصطلاح د افغانانو په ذهن او فکر کې یې ناسم خلک معرفي کړي.
خو له نیکه مرغه چې پاکستان په تیرو اتلس کلونو کې نه دی توانیدلی چې دې ارمان ته ورسیږي.
پاکستان پوهیږي چې که افغانستان منظم اردو، پولیس او امنیت ولري، نو په ځان بسیا کیږي او پرمختګ کوي.
له همدې کبله یې د ډاکټر نجیب الله وخت کې لومړی امنیتي او دفاعي بنسټونه له منځه یوړل او بیا یې ټول سیستم ختم کړ.
هغه هېواد چې امنیت او دفاع برخه یې کمزوري او یا نه وی، هلته هیڅ نظام بنسټ نه لري او هر کله یې د له منځه تللو ګواښ شته.
پاکستان په همدې اساس هیڅکله نه غواړي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دې پیاوړي وي او په پښو دې ولاړ وي.
پاکستان چې له سل کلونو راهیسې پوځ لري او افغانستان چې تېرو اتلس کلونو کې پوځ او ځواک روزلی، د پاکستان له سل کلن څخه غوره، زړه ور او هېواد ساتونکي دي.
توپير دا دی چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپل هېواد، خاورې او د خلکو د ناموس لپاره جګړه کوي او شپه اورځ بیداره تیروي.
پاکستاني ځواکونه یا عسکر بیا د پيسو او منصب وږي دي او هيڅکله نه غواړي چې د هېواد او د خلکو د ناموس لپاره قرباني ورکړي.
نو کله چې دا پرتلنه پاکستان ګوري هیڅ یې نه لوریږي چې افغان ځواکونه دې دومره پياوړي وي چې ان نړۍ یې د زړه ورتیا او مسلکیتوب خبرې کوي.
اوس چې پاکستان دا هر څه نه شي زغملی له یو او بل چینل هڅه کوي چې افغان ځواکونه نوم بدي کړي او د خلکو باور پرې له منځه یوسي.
اوس یې نوې پلان برابر کړی، ولایتونو او مرکزونو کې کسان پيدا کوي چې ووایي افغان ځواکونو ورسره ظلم کړی او یا یې بې ګنا ورته د کورنۍ غړی وژلی او یا نیولی دی.
د سه شنبې په ورځ کابل کې دوه کسان له ولایتونو راغلي و چې چا تیرویستلي و او ورته یې ویلي و چې خبرداری ورکړی چې ځانونه سوځوو او د کورنۍ غړي مو امنیتي ځواکونو وژلي او یا نیولي دي.
افغان ځواکونه د خلکو ساتندوی دي، خو هغوی چې طالبانو سره اړیکې لري، د دولت ضد وسله یې پورته کړې او نور جرایم ترسره کوي، افغان ځواکونه پرې رحم نه کوي، دا که هر څوک او هر قوم پورې تړلی وي.
مالومه شوه چې یو کس چې ادعا یې کړې وه چې ورور نیول شوی، ورور یې طالبانو سره اړیکې درلودلې او یو کس یې ترور کړی و چې اعتراف یې پرې هم کړی دی.
نو دا ډول کسان یواځې دیکتي کیږي، خلک یې تیر باسي چې که داسې خبرداري ورکړي، ورور او یا د کورنۍ غړی به یې خوشې شي، خو خبر نه دي چې افغان ځواکونه هیڅکله بې ګنا کسان نه نیسي او نه ورسره کار لري.
افغان ځواکونو د خلکو منځ کې باور پیدا کړی او دا ډول بې ځایه هڅې به یې هیڅ ډول باندې باور ته زیان و نه رسوي.
پر خپلو ځواکونو باور ولرئ چې ستاسو له خاورې او ناموس دفاع کوي.

Comments