د افغان ځواکونو د دفاع لپاره بهرنیو ځواکونو پر طالبانو هوايي بریدونه کړي

comments 0

هندوکش ـ کابل: په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې یې په هلمند ولایت کې پر وسلوالو طالبانو څو هوایي بریدونه کړي دي.
ساني لګېت پر خپل ټویټر لیکلي، چې په هلمند کې به د افغان ځواکونو د دفاع لپاره ملاتړ ته دوام ورکړي.
نوموړي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د قوماندان جنرال سکاټ مېلر له قوله ویلي چې وایي اړتیا ده طالبان په هلمند ولایت کې خپل بریدونه سمدستي ودروي او په ټول هېواد کې تاوتریخوالی کم کړي.
د جنرال مېلر له قوله ویل شوي، چې د طالبانو دا اقدام د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون پر خلاف دی او د افغانستان د سولې روانې خبرې اغېزمنولی شي.
دا څرګندونې داسې مهال شوي، چې د هلمند د لښکرګاه ښار په درېیمه حوزه کې لا هم د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ د جګړو خال خال ډزې اورېدل کېږي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وویل، چې ځانګړي ځواکونه سیمو ته رسېدلي او طالبان یې بېرته شا تګ ته اړ کړي دي چې تر اوسه پورې ۲۰۴ طالبان وژل شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments