د افغان ځواکونو درې ورځنی نندارتون د ۱۷۵ زره سي سي وینې په راټولولو سره پای ته ورسېد

comments 0

هندوکش ــ کابل: یاد نندارتون د تېرې سې شنبه ورځې څخه د دارالاماڼۍ کې پیل شوی و، چې په زرګونو خلکو او امنیتي سرتېرو په کې برخه لرله.
دا نندارتون، چې د افغان سرتېرو د تشویق په موخه جوړ شوی و، په کې بیلابیل ډوله وسلې او مهمات نندارې ته اېښودل شوی وو.
د کورنیو چارو وزرات ویاند طارق ارین ویلي، چې له دې نندارتون څخه یې موخه دا وه، ترڅو له یو لوري سرتیري وهڅیږي او له بله طرفه ولسونه نور هم د سرتېرو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د نندارتون پر مهال ټولو ګډون والو امنیتي ځواکونه د هېواد ساتونکي بلل او د جګړې په ډګر کې یې د ټپي شویو سرتېرو لپاره د وینې راټولولو کمپاین هم ترسره کړ، چې شاوخوا ۱۷۵ زره سي سي وینه یې راټوله کړه.
د نندارتون ګډونوالو له افغان ځواکونو سره د مینې په خاطر د وینې راټولولو کمپاین په خورا لیوالتیا سره تر سره کړ او زیاته یې کړه، چې افغان ځواکونه د هېواد د ارزښتونو ساتونکي دي؛ نو ځکه ورته د خپل بدن وینه ورکوي.
باید یاده شي، چې تر دې وړاندې د کب نهمه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو ورځ هم په ټول هېواد کې په ځانګړو مراسمو سره ونمانځل شوه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments