د افغان ولس د سپیڅلي جهاد ۲۷ مه کالیزه مو مبارک / نوید احمد څرک

comments 0

گرانوهیوادوالو!

د ثور اتمه د افغانستان په معاصر تاریخ کې یوه نه هېرېدونکې ورځ ده. له نن څخه ۲۷ کاله وړاندې په همدې ورځ د افغان ملت سپېڅلي جهاد پایله ورکړه،د شهیدانو وینورنګ راوړ او د وخت سترزبرځواک(د وخت شوروی)په ګونډو شو.

د افغان مجاهدینو سپېڅلي جهاد وکولای شول، نه یوازې دا چې افغانستان د سرو یرغلګرو له یرغله خلاص کړي، بلکې د منځنۍ اسیا هېوادونه یې هم د یرغلګرو له منګلو نه د ازادۍ تر بریده ورسول. دا زرینه ورځ به د تل لپاره د افغانستان په تاریخ کې په زرینو کرښو لیکل شوې وي.

هر کال له دې ویاړلې ورځ نه ښه نمانځنه او یادونه د هغو میلیونه شهیدانو د یاد تازه کول او ورته احترام کول دی، چې د افغان ملت په سپېڅلي جهاد کې یې د شهادت جامونه نوش کړي دي.

د ازادۍ ترلاسه کول او د یرغلګرو ماتې د هغو میلیونونه افغانانو د قربانیو پایله او ثمره ده، چې په تش لاس یې د یرغلګرو خلاف په مبارک جهاد لاس پورې کړ. په میلیونه کسان شهیدان شول، معیوب شول او په میلونونو نور له هېواد کډوالۍ ته اړ شول، چې یوشمېر يې لا تر اوسه هم په بهرنیو هېوادونو کې د کډوالۍ سختې شپې ګالي.

افغان ملت به د تل لپاره د دې سترې معنوي پانګې ارزښت ساتي. ځکه جهاد او د جهاد پایله د ټول افغان ملت ارزښتونه دي او په ټول افغان ملت پورې اړه لري.

د افغانستان اتل او په هیواد مئین ولسه! څرنګه چې دهیواد میړنیو بچیانو د تاریخ په مختلفو پړاوونو کې زمونږ د ګران هیواد د دښمنانو او یرغلګرو په وړاندې له خپل دین ،هیواد او خپلواکۍ څخه په ډیره میړانه او سرښندنې د هیواد د خپلواکۍ بیرق د تل لپاره رپانده ساتلی دی، نو په هیواد کې اوسنیو حالاتو ته په کتو سره یو ځل بیا  په کار ده ، څنګه چې زمونږ پلرونو او نیکونو د یوه واحد ملت (افغان) تر نامه لاندې د  وخت یرغلګرو او سترو امپراطورېو پر وړانډې په میړانه مبارزه  کړی او تل یې د هیواد له خپلواکۍ  څخه په میړانه ساتنه کړی ، نو اوس یو ځل بیا د طالب او داعش ترهګرو ډلو  پر وړاندې هم  د یو واحد او یو موټي افغان تر نامه لاندې د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ ودریږو او بیا هم خپل هیواد او ولس د دغو اسلام دښمنه کړیو او پردیو  له شتون او شر څخه خلاص  او یوځل بیا د خوشحالۍ او ویاړه ډګي خنداګانې د خپلو ولسونو پرڅیرو راڅرګندې کړو.

له بل لورې د دېرې خوښې ځای دی چې سږ کار زمونږ ولس د ثور اتمې څخه په داسې حال کې لمانځنه کوي چې په هیواد کې د یوې تلپاتي سولې، ثبات او اوسنیو کرکیچونو څخه د ولس د ژغورنې په موخه د ثور په نهمه نیټه د هیواد د بیلابیلو قشرونو په استازیتوب د سولې مشورتي لویه جرګه هم جوړیږي، چې له ګډونوالو څخه مو هیله دا ده چې د یوې تلپاتې سولې لپاره له هیڅ راز هلو ځلو څخه ډډه ونکړي او د حکومت له وسلوالومخالفینو په ځانګړي توګه طالبانو څخه هم دا غوښتنه لرو چې نورې دی په هیواد کې له دغې ټپل شوي جګړي څخه لاس واخلي او د افغان مظلوم او کړیدلي ولس، افغان حکومت او نړیوالو د سولې پیغام ته دې لبیک ووایي.

Comments