د افغان هوايي ځواکونو بریدونو کې تېره شپه نېږدې ۱۰۰ وسلوال طالبان ووژل شول

comments 0

هندوکش ـ کابل: افغان هوایي ځواکونو تېره شپه د هېواد په بېلابېلو ولسوالیو کې هوايي بریدونه ترسره کړي، چې ۹۵ طالبان یې وژلي او ۳۱ نور یې ټپیان کړي دي.
امنیتي سرچینې هندوکش پرېس اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو د کندهار په میوند ولسوالي کې پر طالبانو هوايي برید کړی، چې ترڅ کې یې ۱۳ تنه طالبان وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
د کندز په ارچي ولسوالي، د کندز ښار او د یاد ولایت په مرکز کې د هوايي بریدونو پر مهال ۱۷ طالبان وژلي دي.
د کاپیسا په تګاب ولسوالي کې د افغان هوايي ځواک بریدونو کې اته تنه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د بغلان په دهنه غوري ولسوالي کې ۱۷ تنه طالبان وژلي دي.
همدارنګه افغان ځواکونو د زابل په میزان ولسوالي کې یو طالب وژلی او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments