د افغان ماشومانو وضعیت لپاره د مرستې غوښتنه وشوه

comments 0

هندوکش – کابل: یونیسف له خوارځواکۍ سره د مخ ماشومانو د درملنې لپاره مالي مرستې غوښتې دي.
د یوه راپور له مخې چې یونیسف لخوا خپور شوې راغلي شاوخوا دوه میلیونه افغان ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي چې له دې ډلې ۶۰۰ زره یې په خورا ترینګلي وضعیت کې دي. د ملگرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسیف ویاند کریستف بویلیراک، وایي چې افغان ماشومان غیر صحي غذایي رژیم لري او ددغو ماشومانو ژوند له خطر سره مخ دی.
افغانستان د یمن او جنوبي سوډان تر څنگ د هغو هیوادونو له ډلې دی چې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان تر نورو ډېر پر خوارځواکۍ اخته کېږي. د تېر ۲۰۱۸ کال وچکالۍ په هېواد کې د ماشومانو وضعیت نور هم خراب کړی او خوارځواکي یې زیاته کړې ده.
یونسیف په پام کې لري چې سږکال په خوارځواکۍ باندې د ٦٠ فیصده اخته ماشومانو له ډلې شاوخوا ۳۷۵ زره ماشومانو ته اړینې مرستې برابروي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments