د افغان ـ هند دویمه امنیتي ناسته

comments 0

هندوکش – کابل: د ملي امنیت شورا سلاکار دفتر وایي، د افغانستان او هند دویمه امنیتي ناسته چهارشنبه په کابل کې جوړه شوه.
د هند د ملي امنیت شورا مرستیال ویلي، له ترهګرۍ د مبارزې لپاره باید سیمه ییزه همکاري جلب شي او پر وړاندې يې ګډ اقدمات ترسره شي.
هند په دې لیدنه کې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار سره نوي ژمنې هم کړي چې ډیر ژر به عملي شي.
هند ژمنه کړې، چې د افغان ټپي سرتېرو درملنه به کوي او د افغانستان د پوځي روغتونونو د تجهیز لپاره به خپلې هڅې ګړندۍ کوي.
هند په افغانستان کې بې ثباتي د سیمې بې ثباتي یادوي او ټینګار یې دا دی چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغانانو لاسنیوی وشي او رښتنې همکاري دې وشي.
په دې لیدنه کې د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر ویلي چې ترهګري ګډ ګواښ دی او د له منځه وړلو لپاره یې ګډې همکارۍ ته اړتیا ده.
تر دې وړاندې ولسمشر هم په کراتو کراتو ویلي چې افغانان له بهرنیو ترهګرو سره مخ دي او په یواځې ځان د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې قرباني ورکوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments