د افغان سرتیرو په ځوابي ډزو کې څلورو پاکستاني يرغلګرو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

هندوکش _ گرديز: د پکتيا په ډنډپټان سیمه کې د پاکستاني يرغلګرو تر تیري وروسته د افغان ځواکونو په ځوابي بريد کې دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي او دوه نور مرګوني ټپيان شوي دي.

په نښته کې دواړو لورو له درنو وسلو کار اخیستی دی چې يو افغان سرحدي سرتیری هم برسيرن ټپي شوی دی.

د سرحدي ځواکونو د اووم کنډک قومندان سمونوال عزیزمحمد وايي چې  نښته وروسته تر هغه پيل شوه چې پاکستانیانو غوښتل په صفري سیمه کې پوسته جوړه کړي.

د سيمې خلک هم وايي چې پاکستانيانو په سپين سترګۍ سره پوسته جوړول پيل کړل چې افغان سرتیرو پرې ډزې وکړې او نښته دوه ساعته روانه وه.

باید وویل شي چې پاکستان تل پر افغان خاوره يرغل کړی دی چې افغان ځواکونو په خپل وخت مناسب ځواب ورکړی دی.

Comments