د افغان حکومت د اقداماتو له امله د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالي کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د خبریالانو فډراسیون پرون (یکشنبې د مرغومې په ی۸مه) په ۲۰۱۹ز کال کې د خبریالانو پر وړاندې د زورزیاتیو کلنۍ راپور خپور کړ.
د دغه فډراسیون مسوولین وايي د دغه راپور له مخې په تېر یوه کال کې په بېلابېلو پېښو کې لس خبریالان وژل شوي دي.
د معلوماتو له مخې دغه لس خبریالان د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د ترور او په ښارونو کې د ترهګرو طالبانو له لوري وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په دې ناسته کې وویل چې، په دغه وزارت کې د خبریالانو پر وړاندې د زورزیاتیو د دوسیو د څېړنې په موخه ځانګړې کمېټه جوړه شوې ده.
د دغه بنسټ ویاند زیاتوي تر اوسه په دې کمېټه کې د خبریالانو پر وړاندې د زورزیاتیو ۸۰ پېښې ثبت شوې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي زیاته کړه:«۳۲ پېښې د لویې څارنوالۍ ادارې ته سپارل شوي. له ۲۳ پېښو، د هغوی ۲۳ عاملان د امنیتي ځواکونو لخوا په اوپراټيفي عملیاتو کې وژل شوي دي.»
له دې سره جوخت، لویه څارنوالي وايي چې، د خبریالانو د زور زیاتیو په اړه د ۳۰ دوسیو د څېړنې بهیر پایته رسېدلی دی.
د خبریالانو پر وړاندې له ټولو شته ننګونو سره سره د افغانستان د ژورنالېستانو فډراسیون زیاتوي چې، له خبریالانو د افغان حکومت د کلک ملاتړ او د خبریالانو د ساتنې په برخه کې اقدامات هغه څه دي چې په ۲۰۱۹ کال کې د خبریالانو پر وړاندې د زورزیاتیو په کچه کې تر ۶۰سلنې کموالی راغلی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments