د افغان امنیتي ځواکونو په هوایي بریدونو کې د وسله والو پټنځایونه له منځه وړل شوي

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان ملي دفاع وزارت نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د پوځ په هوايي بریدونو کې د وسله والو ګن شمیر پټن ځایونه له منځه وړل شوي دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، یاد بریدونه د بادغیس په بالا مرغاب ولسوالی که ترسره شوي چې پټنځایونو ترڅنګ د وسله والو یو ډیر شمیر کسان وژل شوي هم دي.
خبرپاڼه زیاتوي ، د وسله والو په وړاندې هوایي بریدونه د نورزيو، بارکزيو، اسحاق زيو او علیزيو کلیو په مربوطاتو کې ترسره شوي.
د دفاع وزارت په وینا، د هوایي بریدونو په ترڅ کې د دښمن قرارګاوې لمنځه تللي او وسله والو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو تېره اوونی د بالا مرغب او اب کمري ولسوالیو په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډلییز بریدونه پیل کړل چې په ترڅ کې افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې وه.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په اړه څه نه دي ویلي.
امیر حسین سلجوقي

Comments