د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې 21 وسله وال وژل شوي

comments 0

هندوکش – غزني: د کورنیو چارو وزارت په غزني ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي ، دغه عملیات پرون د غزني په قرباغ ولسوالۍ کې تر سره شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې په عملیاتو کې د وسله والو درې عرادې موټر، ۷ عرادې موټر سایکلونه او یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې ولسي وګړو او امنیتي ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments