د افغان امنیتي ځواکونو پر تجهیز د ملي امینت شورا ټينګار

comments 0

هندوش ـ کابل: د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار په مشرۍ د امنیتي سکتور لوړپوړو چارواکو په فوق العاده ناسته کې د امنيتي ځواکونو پر تجهيز ټینګار شوی دی.
د ملي امنیت شورا دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه غونډه کې د هېواد عمومي امنیتي وضعیت او په اړه یې د فعالیتونو د پرمختګونو په تړاو خبرې شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، امنیتي مسؤلینو جلسې ته د کابل- بامیان غونډې د فیصلو د تطبیق او پرمختګونو په اړه راپورونه وړاندې کړي او د ولایتونو د لا ښه امنیت د تامین، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو لا تقویت او تجهیز په تړاو يې بحث کړی دی.
د ملي امنیت سلاکار په دغه غونډه کې د افغان سرتېرو د لوړ مورال او میړانې ستاینه کړې او ويلي يې دي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په هر ډول حالاتو کې له خاورې او خلکو څخه د دفاع لپاره چمتو دي.
دا په داسې حال ده چط له وسلواولو طالبانو د سولې خبرو سره سم په افغانستان کې امنيتې اندېښنې ډېرې شوي او د امریکا متحده ایالاتونو په ګډون نړېوالې ټولنې هم د تاوتريخوالي پر زياتېدو اندېښنه ښودلې او له طالبانو څخه يې غوښتنه کړې چې د تاوتريخوالي کچه ټېټه کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ
ش

Comments