هندوکش – کابل: د هیواد په بیلابیلو ولايتونو کې د يو لړ عملیاتو په لړ کې ۴۶طالب ترهګر وزل شوي دي.
د دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې: د امنیتي ځواکونو په چانیزو عملیاتو کې ۴۶ ترهګر مړه او ۴۲ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې: کوم چاڼیز عملیاتو چې د پکتیا ولایت په جاني خیلو ولسوالې کې په لاره اچول شوي وو ۲۸ تنه ترهګر مړه او ۲۲ تنه تپیان شوي دي.
خبر پاڼې په حواله په یادو عملیاتو کې سپکې او درڼې مهمات هم لاسته راغلي دي.
عبیدرادپور
Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.