د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو کرکت لوبډله نن متحده عربي اماراتو سره لوبیږي

comments 0

هندوکش – کابل: د کرکت بورد چارواکي وایي چې تاکل شوې نن سه شنبې د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو کرکت لوبډله اماراتو سره ولوبیږي.
د اسیا د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ د اتلولۍ لپاره سیالۍ د مالیزیا په پلازمېنه کولالمپور کې روانې دي.
دغو سیالیو کې افغانستان د سیاليو په لومړۍ ورځ پاکستان لوبډلې ته ماته ورکړه او افغان تکړه لوبغاري دغه سیالۍ کې ښه وځلیدل.
که څه هم تر اوسه د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله ښه روانه ده خو دا راتلونکو سیالیو کې معلومه شي چې دغه لوبدله د نورو هیوادونه کرکت لوبدلو پر وړاندې څرنګه ځلیږي.
د یادونې وړ ده چې، د افغانستان د لوبډلې وروستۍ لوبه له سريلانکا سره وه او د ۶۱ منډو په توپير يې وبایلله.
آرش احساس

Comments

Leave a Reply