د افغانستان ژغوړنې طرح پارلمان لخوا وړاندې شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل : د ولسي جرګې ۳۴ کسیزي کمیتې غړیو هیواد کې د امنیت تینګښت او وروستیو پیښو په اړه یوه ۱۱ ماده یې طرح حکومت ته وړاندې کړې چې د غړو په وینا باید پلي شي.

ولسي جرګې تیره ورځ په یوه ناسته کې چې د هیواد پر وروستېو پیښو او خیمې لاندې ناست لاریون کوونکو په تړاو جوړه کړې  وه حکومت ته یوه طرح وړاندې کړه چې حکومت ته يې ځیني وړاندیزونه درلودل.

دغه ناسته چې د ولسي جرګې مشر تر مشري لاندې جوړه شوې وه حکومت ته یې لاندې مادې وړاندې کړې.

لومړي ماده: حکومت باید هیواد کې د امنیت تینګښت په موخه جدي اقدامات ترسره کړي او هغه چارواکي چې کاري غفلت یی ترسره کړې وی عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.

دوهمه ماده: حکومت باید لاریون کوونکو پر وړاندي اور بلوونکې قانون ته وسپاري، د لاریون کوونکو وړاندیزونه ومني او د شهیدانو فامیل سره مرستې وکړي.

دریمه ماده: د یووالي حکومت د منځته کیدو هوکره لیک هم ددغې طرح یوه برخه ده.

څلورمه ماده: خیمه کې ناست له لاریون کوونکو غوښتل شوي دي ترسو خیمې د سرک سر نه لړې کړي.

پنځمه ماده: امنیتي ادارو نه د مشکوکو چارواکو ویستل، د امنیتي ارګانونو سیاسي کیدو نه مخنیوې، دولتي چارو کې جدی اصلاحات او د موازي اداره منحل کیدل هم ددغې طرحې یوه برخه ده.

اوومه ماده: حکومت باید د پاکستان  مداخلو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په مستند ډول شکایت وکړي او که چیري طالبان د سولې خبرو ته غاړه نږدي نو د ملګرو ملتونو سازمان په تور لیست کې دی د شاملیدو هڅه وکړل شي.

د طرحې پربنسټ حکومت دې باید د نړې له علماوو وغواړي ترڅو د انتحاري بړیدونو پر شرعي صبغې نظر ورکړي او د افغانستان علماوو شورا په افغانستان کې د وحدت او ورورولې پیاوړتیا لپاره هیواد ترڅنګ ودریږي.

دغې طرحې کې له تولو سیاسي ګوندونو غوښتل شوي دي ترڅو تفرقه اچول ودروي او یووالي لپاره هڅه وکړي.

د ولسي جرګې مشر حکومته وویل چې یاده طرحه د مجلس قانوني صلاحیت دې او حکومت باید دغه طرح پلي کړي او د کمیتې له غړیو یی وغوښتل چې د طرحې پلي کیدل وڅاري.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د ولسي جرګې استازو افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د وروستیو پیښو په اړه لیدلې وو چې د استازو په وینا ولسمشر استازو سره په تنده لهجه بحث کړې وو.
عبید راد پور

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply